ریګروان کانال د سربند څلورمې برخې پروژه به ډېره ژر بشپړه شي.

MEW-Media
2323

ریګروان کانال د سربند څلورمې برخې پروژه به ډېره ژر بشپړه شي.

دا پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادراې لخوا د اوبو د غوره مدیریت، د کرنیزو ځمکو زیاتوالي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او خلکو لپاره د کار برابرولو په موخه د پروان ولایت قلعه خواجه او د کاپیسا ولایت په سخي خیل کلیو کې تطبیق کیږي.

اوسمهال د یادې پروژې چارې په ښه ډول پرمخ روانې دي او ۹۷ سلنه پر مخ تللي.

د ریګروان کانال څخه به ۲۰۴۱۷ فامیلونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کوي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره