بغلان ولایت کې د اجمیر کانال د پاکولو چارې پای ته ورسېدې.

MEW-Media
565

بغلان ولایت کې د اجمیر کانال د پاکولو چارې پای ته ورسېدې.

اجمیر کانال ۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په پاکولو سره یې ۱۸۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه او د بند توربین د ۹ میګاواټو په ظرفیت سره بېرته فعاله شي؛ نن یې د پاکولو چارې پای ته ورسېدې او په نږدې وخت کې به کانال اوبو لګولو او د بند توربینونه د بريښنا تولید ته اماده شي.

همدا راز په دې پروژه کې ۶ د کنټرول دروازې او د ۳۵ متر په اوږدوالي سره اوسپنییز کانکریتي دېوال هم جوړ شو.

دغه کانال د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په مالي لګښت او د ملي پراختیا شرکت د هلمند ودانیز شرکت لخوا پرمخ وړ کېدې.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ د ملي پراختیا شرکت څخه مننه کوي، چې د یاد کانال چارې یې پر وخت او ښه کیفیت سره تر سره کړي دي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره