د 1 کلستر کانال د بیارغونې چارې رسما پرانستل شوې

mew-admin
۱۲۳

دا کانال چې د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې شتون لري، د اوبو لګولو شبکې، د بزګرانو د اغیزمنې ګټې اخیستنې، د لا زیاتو ځمکو د خړوبولو او د یادې سیمې د کرنیزو پیداوارو د ډېرښت په موخه تر لاس لاندې نیول شوی دی.
د اوبو او انرژی وزارت د پروژو د انسجام ریاست د مسؤلینو په وینا، دغه کانال د 2019 کال د دسمبر په میاشت کې پیل او د 2020 تر دسبمر میاشت پورې به پای ته و رسیږي.
یاد کانال اوس مهال د 2600 هکتاره ځمکو د خړوبولو وړتیا لري چې روسته له رغولو به دغه وړتیا تر 3000 هکتاره ځمکې پورې ورسیږي.
له دې پروژه څخه به شاوخوا 3412 کورنۍ په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ګټمن شي.
د دغه کانال د بیارغونې کار د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند، د پروژو د انسجام ریاست له لوري د IRDP پروژې له خوا تطبیق کیږي.