په کونړ ولایت کې به د اوبو او بریښنا دوو بندونو تر څنګ د خاص کونړ کانال جوړ شي.

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۳۲
321

په کونړ ولایت کې به د اوبو او بریښنا دوو بندونو تر څنګ د خاص کونړ کانال جوړ شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د کونړ ولایت والي محمد اقبال سعید او ولس استازي نعمت الله کریاب سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د اوبو مدیریت پراختیایي پروژو په ځانګړي ډول په کونړ ولایت کې د اوبو او بريښنا تولید بندونو په اړه خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د کونړ ولایت والي او د ولس استازي ته په دغه ولایت کې د دوو بندونو (سیدیرکت بند او قطار قلعه) د جوړولو قرارداد لاسلیک کولو خبر ورکړ او د خاص کونړ کانال د لاسلیک کېدو یادونه وکړه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۳:۱۰
Background image

د اوبو، ځمکې او ښاري پراختیا عالي شورا د پریکړو پلي کولو لپاره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

د جمهوري ریاست د عالي شوراگانو د چارو انسجام ریاست په همغږۍ د اوبو، ځمکې او ښاري پراختیا عالي شورا د پریکړو پلي کولو لپاره د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د رئیسانو په ګډون غونډه جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۳:۶
Background image

د انوایسونو ګړندي اجرا کولو په موخه د همغږۍ ناسته.

دا ناسته د CPMO رئيس انجنیر سید مقیم سادات په مشرۍ او د پروژو مدیرانو، د اسیا پراختیایي بانک د مالي برخې مسؤلینو او د قراردادي شرکت استازي په شتون کې تر سره شوه...

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۳:۳
Background image

د مالي او اداري چارو د همغږۍ په موخه ناسته وشوه.

دا ناسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د مالي او اداري عمومي ریاست رئيس احمد حکیم رشاد په مشرۍ تر سره شوه چې د دې ریاست رئيسانو، آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ګډون درلود...

بیرته تګ