داوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د ادارو له چتونو څخه د باران اوبو راټولو په موخه د عامه پوهاوي برنامه تر سره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۱۵:۵۷
123

د دغه برنامه د اوبو د چارو د تنطیم ملي ادارې د تخنیکي مرستیال ښاغلي انجینر احمد ویس بصیري، د دې ادارې یو شمېر رئیسانو، د پوهنتون استادانو او د نور دولتي ادارو استازو په شتون کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د ځمکې د اوبو د سرچینو پیاوړي کولو په موخه د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د ادارو له چتونو څخه د باران د اوبو د راټولو په موخه د عامه پوهاوي برنامه تر سره شوه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال په دغه برنامه کې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د ښکته تلو څخه يادونه وکړه او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې د دغه طرحې پلي کول اړین ياد کړل.

ښاغلي بصيري وویل:" د دغه ادارې د تر سره شوې سروې مطابق که په ټولو دولتي او شخصي ادارو کې دغه طرحه عملي شي نو په کال کې به 40 میلیونه متر مکعب اوبه دوباره په ځمکه کې جذب شي؛ همدې لپاره هغه له ټولو ادارو وغوښتل چې د دغه طرحې په پلي کولو کې مرسته وکړي او د کابل ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې برخه واخلي.

د دغه طرحې لومړۍ پروژه د FAO بنسټ په مرسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د سندیزې عمومي حوزې ریاست په انګړ کې د نمونې په ډول پلي شوه.

د دغه پروژې پلي کولو سره د 8 څخه تر 10 مترو په اندازه 10 څاګانې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په انګړ او 6 څاګانې 15 مترو په اندازه د سنديزې عمومي حوزې په ریاست کې وویستل شوې.

دغه جذبي څاګانې په یو ځانګړي مېکانېزم ډیزاین شوي او د اداری د ټولو بامونو اوبه هلته ټوليږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۶:۵
Background image

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د زمري 7مه د بیرغ ملي ورځ ولمانځل شوه

ملي بیرغ د هېواد ملي هويت، عزت، حیثیت او ملي نښان دی...

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۱۶:۱
Background image

د تخار ولایت د خلکو استازو سره لیدنه

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، ښاغلي انجینر خان محمد تکل په ولسي جرګه کې د تخار ولایت استازو سره ...

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۱۵:۵۷
Background image

داوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د ادارو له چتونو څخه د باران اوبو راټولو په موخه د عامه پوهاوي برنامه تر سره شوه

د دغه برنامه د اوبو د چارو د تنطیم ملي ادارې د تخنیکي مرستیال ښاغلي انجینر احمد ویس بصیري، د دې ادارې یو شمېر رئیسانو، د پوهنتون استادانو او...

بیرته تګ