د پوهاوي پيغام

MEW-Media
796

د ١٤٠٠ کال د وري د میاشتې په ١٥ نېټه د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو د سطحې جګوالی او د سیلابونو اټکل!

🎡 د هایدرومتیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیم بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې اداري او د بهرنیو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت اټکل کړی چې دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتو ډير اټکل د (پنج امو او شمال) حوزو کې شوی دی.

🚦په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالی په کوکچه، تالقان، بغلان، بامیان، بلخاب، جوزجان او فاریاب سیندونو پر لاره او د یادو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥 له هدې کبله ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي په ډیر درنښت هیله کیږي چې نوموړې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند په غاړو او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالی زیانونو مخنیوی وشي.

💠 یادونه: د سېلابونو د خطر لاندې سیمې په نقشه کې په مختلفو رنګونو په نښه شوي؛ ګران هېوادوالو کې خبر وي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۰:۴۵
Background image

خبرتیا !

د اوبو او انرژي پخواني وزارت او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د IRDP پروژې اوسني او پخواني قراردادي شرکتونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۱:۱
Background image

ګرانو هېوادوالو!

په دې وروستیو کې په یو شمېر رسنیو کې یو خبر ښکته او پورته کیږي چې په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت محترم استازي ګل احمد نورزاد ویلي ...

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۹:۴۰
Background image

خبرتیا !

د اوبو او انرژي پخواني وزارت او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د IRDP پروژې اوسني او پخواني قراردادي شرکتونو...

Back to announcements