د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سره د همغږۍ ناسته،

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۶ - ۸:۵۸
۸۹

د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سره د همغږۍ ناسته،

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې رئيس ښاغلي ډاکټر داود میرزاي او د دغې ادارې یو شمېر رئيسانو سره وکتل.

په دغه ناسته کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې تر منځ د چارو په ښې همغږۍ او هماهنګئ هر اړخیز بحث وکړ، او په راتلوونکي کې د ښې همکاریو په موخه ژمنې وشوې.

ښاغلي تکل د خپلو خبرو په خپلو خبرو کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې اړونده مسؤلینو ته لارښوونه وکړه تر څو د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سره په چارو کې هر اړخیزه همکاري وکړي او په راتلوونکي کې دومداره کاري ناستې ولري.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۸:۳۰
Background image

داوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون د کونړ ولایت د خلکو له استازي سره په یاد ولایت کې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په اړه ولیدل.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري په خپل کاري دفتر کې د کونړ ولایت د خلکو له استازي ښاغلي نعمت الله کریاب...

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۸:۲۴
Background image

د اوبو لګونې کانالونو د سروې نویو فورمو د همغږۍ په اړه جلسه ترسره شوه.

دا جلسه د اوبو چارد تنظیم ملي ادارې، د اوبو د سمون د لوی ریاست اړوند د اوبو لګونې او رسونې ریاست رئیس انجنیر وفی الله سیدي تر ریاست لاندې د فرعي حوزو ریسانو ...

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۳۲
Background image

په کونړ ولایت کې به د اوبو او بریښنا دوو بندونو تر څنګ د خاص کونړ کانال جوړ شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د کونړ ولایت والي محمد اقبال سعید او ولس استازي نعمت الله کریاب...

بیرته تګ